IQNA

ممکنه ده  اروپايي پوځونه ترهګر اعلان کړو،له واشنګټن سره د خبرو لپاره هېڅ جدي بنسټ نشته

14:55 - January 31, 2026
د خبر لمبر: 3492386

 

د اسلامي جمهوریت د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي

پارس‌ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د  بهرنیو چارو وزیر وویل: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو  د ترهګر اعلانولو په غبرګون کې، مونږ کولای شو د اروپائي هېوادونو پوځونه د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د جمعې په شپه  د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدنې وروسته، له سي‌اېن‌اېن ترک» خبري  چینل  سره مرکه وکړه.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، عراقچي په دې مرکې کې وویل: د ریښتینو او نتیجه لرونکو  مذاکراتو لپاره تر هر څه وړاندې باید د ګواښ او دباؤ  فضا له منځه ولاړه شي، او تر هغه چې د خبرو د چوکاټ، محتوا او اصولو په اړه هوکړه ونه شي، هېڅ ډول پرمختګ به رامنځته نه شي.

عراقچي وویل چې د انقرې د سفر پر مهال ئې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره لیدلي او د ډیپلوماسۍ له لارې د سیمې د ستونزو د حل په اړه ئې د نظرونو تبادله کړې ده.

هغه زیاته کړه:د ایران او د صهیونیستي نیواکګر رژیم ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال، مونږ د ترکیې ډېر رغنده دریځ ولید. د ایران او ترکیې د ملتونو ترمنځ ډېر پیاوړی تړاو شته. ولسمشر اردوغان ویلي چې «د ډیپلوماسۍ کارول د سیمې په ګټه دي». ترکیه هم هڅه کوي په سیمې کې د حل لارې ومومي، او مونږ دا هڅې مثبتې ارزوو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره د احتمالي مذاکراتو په اړه وویل چې دا مهال له واشنګټن سره د خبرو لپاره هېڅ جدي بنسټ نه شته.

 سیدعباس عراقچي وویل چې امریکا ډېری وخت هڅه کوي د نورو  هېوادونو له لارې له ایران سره اړیکه ونیسي، البته ایران عادلانه او متوازنې ډیپلوماسۍ ته تیار  دیخو ډيکټیشن هیڅکله هم نه مني او پرته له متقابل درناوي او برابر شرایطو، عادلانه هوکړه ناشونې ده.

 البته دایران ددفاعي وړتیاؤ په اړه له چا سره خبرې کول امکان نه لري.

 https://parstoday.ir/fa/iran-i34930-

captcha